دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 210544
د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه اي پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
والحمد لله ربّ العالمین و صلی الله علی محمد و آله الطاهرین و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدین
په درسته نړۍ کې په مسلمانو وروڼو او خویندو سلام وایم او له خدایه ورته سوال کوم چې د روژې میاشتې اطاعتونه یې قبول کړي او مخکې له مخکې ورته د نیکمرغه وړوکي اختر د رارسېدو مبارکي وړاندې کوم او د الهي مېلمستیا په دغه میاشته کې د شتون په نعمت د کریم پالونکي شکر ادا کوم.
 نن د قدس ورځ ده؛  هغه ورځ چې د امام خمیني په هوښیارانه نوښت سره د قدس شریف او مظلوم فلسطین په باره کې د مسلمانانو د غږملتیا لپاره  د یوې وصلوونکې کړۍ په توګه  وټاکل شوه، او په دې څو لسیزو کې یې په دې مساله کې رول ولوباوه او بیا به یې هم لوبوي ان شاء الله. ولسونو د قدس د ورځې هرکلی وکړ او  هغه یې د لومړي واجب کار په شان یعنې د فلسطین  د ازادۍ د بېرغ د هسک ساتلو لپاره، عزتمنه وګڼله. د استکبار او صهیونزم لوی سیاست د مسلمانو ټولنو په ذهنونو کې د فلسطین د مسالې پیکه کول او له هغوي یې هېرول دي. او زمونږ لومړۍ او سملاسي دنده له دغه خیانت سره  مقابله کول دي چې  د دښمن د سیاسي فرهنګي تالي څټو او ایجنټانو په لاس په خپله په اسلامي هیوادونو کې روان دی. او حقیقت دا دی چې د فلسطین هومره لویه مساله هغه څه نه دي چې د مسلمانو ولسونو، غیرت، په ځان باور او ورځ تر بلې هوښیارېدل یې  هېرېدو ته پرېږدي که څه هم امریکا او  نور سلطه پال او سیمه ایز کلینډران یې خپل ټول توان او پېسه په دې لاره ولګوي.   
   لومړۍ خبره د فلسطین د مسالې د غصب او پکې د صهیونسټي سرطاني دانې د جوړېدو د غمیزې د لوی والي یادول دي. اوسنۍ زمانې ته په نزدې وختونو کې  په بشري جنایتونو کې، هیڅ جنایت دومره لوی او سخت نه ؤ. د یو هېواد غصبول او د همېشه لپاره یې د  خپل پلار نیکه  له ټاټوبي او خپل کور اوره د هغې د استوګنو وېستل، هغه هم په ډول ډول بوږنوونکو جنایتونو، د حرث او نسل په  ختمولو  او په لسګونو کاله د دغه  تاریخی ظلم په جاري ساتلو سره، په رښتیا چې د انسان د شېطان صفتۍ او ځناورۍ یو نوی ریکارډ دی.
 د دغه غمیزې اصلي مجرم او لامل لویدیځ دولتونه او د هغوي شیطاني  سیاستونه وو. هغه ورځ چې د لومړي نړیوال جنګ فاتحو دولتونو، د لویدیځې آسیا سیمه یعنې د عثماني حکومت آسیايي ټاټوبی،  د لویې جنګي ولجې په توګه د پاریس په کانفرنس کې په خپلو کې وېشه، د خپلې سلطې د دایمي تضمین لپاره یې  د دې سیمې په زړه کې د یوې امنې اډې ضرورت تر پخوا زیات احساس کړ. انګلستان تر دې کلونه مخکې د بالفور په طرحې سره د هغې لپاره زمینه برابره کړې، او د یهودي زرواکانو په همفکرۍ سره یې، د صهیونزم په نامه یو بدعت د رول لوبولو لپاره چمتو کړی و.
 او اوس یې عملي زمینه برابرېده.  له هماغه کلونو یې ورته سریزې ورو ورو د یو بل تر څنګ برابرې کړې او آخر له دوهم نړیوال جنګه وروسته  یې د سیمې د دولتونو له  غفلت او ستونزو په استفادې سره، خپل ګوزار وکړ او جعلی او بې ولسه صهیونسټ رژیم  یې اعلان کړ.
د دغه ګوزار لومړۍ نښې د فلسطین ولس  او په دوهمه درجه کې، د دې سیمې ټول ولسونه وو.
 د سیمې ورپسې پېښو ته کتنه ښیي چې  د صهیونسټ دولت له جوړولو د لویدیځوالو او د یهودي کمپنۍ دارانو لومړی هدف، په لویدځه آسیا کې د خپل شتون او دایمی نفوذ لپاره د یوې اډې جوړول، او د دې سیمې په هیوادونو او دولتونو د تسلط ، دخالت او تحمیل لپاره د نزدې دسترسۍ امکان پېدا کول وو. له دې امله یې دغه جعلي او غاصب رژیم په ډول ډول طاقتورونکو، پوځي او غیر پوځي امکاناتو او حتی ایټمي وسلو سنبال کړ او له نیله تر فراته د دغه  سرطاني دانې  خپرول یې په خپلو پروګرامونو کې راوستل.
افسوس چې اکثره عرب دولتونه له لومړیو مقاومتونو وروسته چې ځینې یې د ستاینې وړ وو، ورو ورو تسلیم شول او په تېره بیا د مسالې د متولي په توګه د امریکا د متحده ایالتونو له راننوتلو وروسته یې هم  انساني، اسلامي او سیاسي فرض  او هم عربي غیرت او ویاړ هېر کړل او په چټي  هیلو سره یې د دښمن ژرندې ته اوبه واچولې. کیمپ ډیویډ د دغه تراخه حقیقت یو جوت مثال دی.   
مبارزې ډلې هم  په لومړیو کلونو کې له ځینو باتورانه مجاهدتونو وروسته، تدریجا  له نیواکګر او د هغه له ملاتړو سره د مذکراتو بې انجامه لارې ته وکاږل شول او  هغه لاره یې چې د فلسطین د ارمان د پوره کېدو سبب ګرځېدلې شوه، هېره کړه.  له امریکا او نورو لویدیځو دولتونو او  له بې خاصیته نړیوالو ټولنو سره مذاکره، د فلسطین ترخه او ناکامه تجربه ده. د ملګرو ملتو په  عمومي ټولنه کې د زیتون د څانګو ښودلو، د اوسلو له  تاواني تړونه پرته بله پایله نه لرله او آخر هم د یاسر عرفات په غمژنوونکې برخلیک پای ته ورسېده.
په ایران کې د اسلامي انقلاب راڅرګندېدو د فلسطین لپاره په مبارزه کې نوی څپرکی پرانسته. له لومړیو ګامونو یعنې د صهیونسټو عناصرو  له شړلو څخه چې د طاغوت د زمانې ایران یې خپله یوه امنه اډه ګڼله او د فلسطین استازي ته د صهیونسټ رژیم د غیر رسمي سفارت د ځای په سپارلو، د تیلو له غوڅولو نېولې تر لویو سیاسي کارونو او فعالیتونو،  ټول په درسته سیمه کې د «مقاومت د جبهې» د پېدا کېدو سبب شول او په زړونو کې یې د مسالې د حل غوټۍ وسپړله.  د مقاومت د جبهې په څرګندېدو سره  د صهیونسټ رژیم لپاره کار لا پسې سخت شو، -او  که خدای کول په راتلونکي کې به لا هم سخت شي- خو د هغه په دفاع کې د دغه رژیم د حامیانو او په سر کې یې د امریکا کوششونه هم ډېر زیات شول، په لبنان کې د حزب الله په شان د سرښندونکي ځوان او مومن ځواک پېدا کېدلو او د فلسطین په پولو کې دننه د حماس او جهاد اسلامي په شان د انګېزه لرونکو ډلو جوړېدلو نه یوازې د صهیونسټ رژیم سرغنه بلکې امریکا او نور لویدیځ دښمنان هم  پرېشانه او وارخطا کړل  او له غاصب رژیمه  د  سافټ ویر یا نرم او هارډ ویر یا سخت ملاتړ  وروسته یې  په سیمه کې له دننه او په عربي ټولنه کې له دننه د ځان لپاره د ملګرو پېدا کول د خپلو پروګرامونو په سر کې راوستل. د هغوي د پریمانه کار نتیجه نن د عربي دولتونو د ځینو سرغنه او او د ځینې خاینو عربو سیاسي او فرهنګي فعالانو په وینا اوعمل کې څرګنده او د ټولو په وړاندې ده.
 نن له دواړو لورو، د مبارزې په ډګر کې متنوع فعالیتونه راښکاره کیږي، په دې  فرق سره  چې د مقاومت جبهه د ډېر طاقت او هیلې په لور او د قدرت  د زیاتېدونکو عناصرو د جذبولو په لور په مخ روانه ده او د دې په اپوټه د ظلم او استکبار جبهه ورځ په ورځ، تشه، نهیلې او کم توانه کیږي د دې ادعا ښکاره نښه دا ده چې  د صهیونسټ رژیم  پوځ چې یو وخت  یو ماته نه خوړونکی او د برېښنا په شان چټک  شمېرل کېده او د دوو حمله کوونکو هیوادونو لوی پوځونه یې په یو څو ورځو کې ودرول، نن  په لبنان او غزه کې د ولسي مبارز ځواک پر وړاندې  شاتګ او په ماته اعتراف ته مجبوره کیږي.  
سره له دې، د مبارزې ډګر ډېر خطرناک، بدلېدونکی او همېشنۍ څارنې ته اړمن دی  او د دغه مبارزې موضوع ډېره مهمه ،برخلیک ټاکونکې او حیاتي ده.  په اساسي محاسباتو کې هر ډول خطا، غفلت او سهل فکري به درانه تاوانونه واړوي.  
او په دې اساس هغو ټولو کسانو ته چې د فلسطین له مسالې سره دلچسپي لري څو سپارښتنې کوم:
 ۱:  د فلسطین د ازادۍ لپاره  مبارزه،  د خدای په لاره کې جهاد، او مطلوبه اسلامی فریضه ده. په دغه شان مبارزې کې کامیابي تضمین شوې ده، ځکه چې مبارز کس حتی که وهم وژل شي له دوو ښېګڼو یوې ته رسیږي. پر دې سربېره، د فلسطین مساله یوه انساني مساله ده، له خپل کور، پټي ، د ژوند او کسب له ځایه د میلیونونو انسانانو ویستل هغه هم په وژلې او جنایت سره د هر انسان ضمیر رالړزوي او ژوبلوي یې او که همت او شجاعت ولري باید مقابلې ته یې ودریږي. نو یوازې د فلسطین او زیات نه زیات د عربو په مسالې پورې د هغې رالنډول  یوه ښکاره غلطي ده.
 هغه کسان چې د څو فلسطیني عناصرو او یا څو عربو واکمنانو سازش، له دغه اسلامي او انساني مسالې د تېرېدو مجوز ګڼي،  په مسالې په پوهېدلو کې ډېر تېروتلې او احیانا په هغې کې د تحریف په شکل کې خیانت کوي.
 ۲: د دغه مبارزې هدف،  له بحره تر نهره د ټول فلسطین ټاټوبي ازادول  او خپل هیواد ته د ټولو فلسطینیانو ستنېدل دي. د دغه وطن په یو ګوټ کې  د یو حکومت جوړولو ته یې راټیټول، هغه هم په داسې سپکاوونکې طریقې سره چې د بې ادبو صهیونسټانو په ادبیاتو کې یې یادونه کیږي، نه د حق اخستلو نښه ده او نه د واقع بینۍ. حقیقت دا دی چې  نن میلیونونه فلسطینیان د فکر ، تجربې او په ځان باور هغه مرتبې ته رسېدلې چې دغه لوی جهاد د خپل همت بېلګه کړي او البته  د خدای په مرسته او وروستۍ  کامیابۍ ډاډه وي، چې فرمایلې یې دي: وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُه إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ .. بې شکه په درسته نړۍ کې به ډېر مسلمانان له هغوي سره مرسته  او ورسره به خواخوږي کوي.  ان شاء الله.
۳:   که څه هم په دغه مبارزه کې له هر حلال او مشروع ځایه استفاده روا ده  منجمله نړیوال ملاتړونه، خو په تاکید سره باید، په لویدیځو دولتونو  او په ظاهره یا باطنه په هغوي پورې په تړلو نړیوالو ټولنو له  باوره باید ډډه وشي. هغوی له هر اغیزشیندونکي اسلامي موجودیت سره دښمني لري؛ هغوی د انسانانو او ولسونو د حقوقو پروا نه کوي؛ هغوي په خپله اسلامي امت ته د ډېرو تاوانونو او جنایتونو لامل دي؛ همدا اوس کومه یوه نړیواله اداره او یا کوم جنایتکار طاقت، په څو اسلامي او عربي هیوادونو کې د ترورونو ، عامو وژلو، جنګ جوړولو، بمباریو او مصنوعي کاختیو ځوابګویه دي؟
  نن خلک په درسته نړۍ کې د کورونا د قربانیانو شمېر یو په یو شماري خو  هیڅوک پوښتنه نه کوي چې په هغو هیوادونو کې چې  امریکا او اروپا پکې د جنګ اورونه بل کړې د  لکونو شهیدانو، اسیرانو او ورکو کسانو مسوول او قاتل  څوک دی؟ په  افغانستان، یمن، لیبیا، عراق  سوریې او نورو هیوادونو کې  په ځمکه د دومره ناحقه تویو شویو  وینو ذمه وار  څوک دي؟ په فلسطین کې د دومره  جنایتونو، غصب  او ورانیو  مسوول څوک دي؟  ولې چا په اسلامي نړۍ کې دغه میلیونونه  مظلوم سړي، ښځې او ماشومان ونه شمېرل؟ ولې څوک د مسلمانانو په  قتل عام تسلیت نه وایي؟ ولې میلیونونه فلسطینیان باید اویا کاله له خپل کور اوره لرې  او جلاوطن وي؟ او ولې د  مسلمانانو د لومړۍ قبلې قدس شریف  سپکاوي وشي؟ د تش په نامه ملګرو ملتو موسسه ولې په خپله  دنده عمل نه کوي او تش په نامه د بشري حقوقو سازمانونه مړه دي. د «ښځو او ماشومانو د حقوقو»  په شعار کې د یمن او فلسطین مظلوم ماشومان او ښځې نه شاملیږي.
 نو د ظالمو لویدیځو قدرتونو  او ورپورې تړلو نړیوالو ټولنو حالت دغه دی. په سیمه کې د هغوي په پل د تلونکو ځینو دولتونو حال هم په رسوایۍ او بې شرمۍ کې تر دې بتره دی چې بیان کړی شی...
 نو مسلمانه غېرتمنه ټولنه باید په ځان او خپل داخلي ځواک تکیه وکړي؛ خپل قدرتمن لاس له لستوڼي بهر کړي او په خدای په توکل او اعتماد سره  له خنډونو تېر شي.
۴:  یو مهم ټکی باید د اسلامي ټولنې د سیاسي او پوځي ماهرانو  له نظره پټ پاتې نه شي، د مقاومت د جبهې شاته د نښتو د  انتقالولو لپاره د امریکا او صهیونیسټانو سیاست دی. په سوریه کې  د داخلي جنګونو پېلول، او په یمن کې پرله پسې وژله او پوځي محاصره، او ترور، په عراق کې د داعش جوړول او ویجاړۍ او د سیمې په ځینو نورو هیوادونو  دې ته ورته قصې ټولې د مقاومت د جبهې د  بوختولو او صهیونسټ رژیم ته د فرصت ورکولو لپاره چلونه دي. د مسلمانو هیوادونو ځینې سیاستوال نادانسته او ځینې یې په شعوري توګه د دښمن د دغه چلولونو په خدمت کې راغلې دي.د  دغه خباثت آمیزه سیاست د اجرا د مخنیوي لاره، زیاتره په ټوله اسلامي نړۍ کې د غیرتمنو ځوانانو کلکه غوښتنه ده. په ټولو اسلامي هیوادونو په تېره بیا عربو هیوادونو کې ځوانان باید د امام خمیني سپارښتنې هېرې نه کړي چې فرمایلې یې دي: څومره چې چغې او فریاد لرئ د امریکا  او البته صهیونسټ دښمن په خلاف یې وباسئ.
 ۵:  په سیمه کې د صهیونسټ رژیم د شتون د عادي کولو سیاست د امریکا د متحده ایالتونو یو لوی سیاست دی. د سیمې ځینې عرب دولتونه چې د امریکا د چاروالو او خدمتکارانو رول لوبوي په دې مساله کې  لازم مقدمات  منجمله اقتصادي اړیکې او داسې نور برابروي. دا هڅې ټوټل شنډې او بې ثمره دي. صهیونسټ رژیم  یوه مهلکه دانه او د دې سیمې لپاره تش زیان  دی او په یقین سره  ختمه او له مونډه ووځي او بې شرمي او مختوري به یې د هغو کسانو لپاره پاتې شي چې  خپل امکانات یې د د دغه استکباري  سیاست په خدمت کې ورکړې دي ځینې د دغه بد عمل د توجیه لپاره استدلال کوي چې صهیونسټ رژیم په سیمه کې یو  واقعیت دی، بې له دې چې رایاده کړي چې  له مهلکو او زیان بخښونکو واقعیتونو سره باید مبارزه وشي او له مینځه یوړل شي. نن کرونا هم یو واقعیت دی  او ټول باشعوره انسانان ورسره مبارزه واجبه ګڼي. د صهیونزم زوړ وایرس به بې ګمانه ډېر وخت پاتې نه شي او د ځوانانو په همت ، ایمان او غیرت سره به یې له دې سیمې مونډ وویستی شي.     
 ۶: زما تر ټولو اصلي سپارښتنه، د مبارزې دوام او  د جهادي سازمانونو منظمول او له یو بل سره یې ملګرتیا او په ټول فسطیني ټاټوبي کې د جهاد د ډګر پراختیا ده. ټول باید په دغه سپېڅلي جهاد کې د فلسطین له ولس سره مرسته وکړي. ټول باید د فلسطینیو مبارزانو مټې پیاوړې  او ننګه یې وکړي. مونږ به په ویاړ سره هر څه چې په وس کې ولرو په دې لاره کې کوو.  یو وخت زمونږ تشخیص دا ؤ چې فلسطینی مبارز،دین غیرت او میړانه لري او د هغه یوازینۍ ستونزه دا ده چې په لاس کې یې وسله نیشته. د خدای په هدایت او مدد سره مو پلانونه وکړه او نتیجه یې دا ده چې  په فلسطین کې د طاقت انډول بدل شو او نن غزه د صهیونسټ دښمن په وړاندې ودرېدلی او پرې برلاسه کېدلی شي. په نیواکي سیمو نومول شوې برخې کې د انډول دغه بدلون وتوانېده د فلسطین  مساله  نهایي ګامونو ته نزدې کړي. په دې خبره کې  کوراکه تشکیلات لویه دنده په غاړه لري.  له وحشي دښمن سره  یوازې د قدرت له دریځه او په طاقت سره خبره  کېدلی شي  او الحمدلله د دغه طاقت زمینه د فلسطین په میړني او مقاوم ولس کې تیاره ده. د فلسطین ځوانان نن د خپل کرامت دفاع ته تږي دي.حماس او اسلامي جهاد په فلسطین او حزب الله په لبنان کې، په ټولو غاړې خلاصې کړې دي.  دنیا نه ده هېره کړې   او نه به  هېره کړي هغه  ورځ چې  صهیونسټ پوځ د لبنان پولې ماتې او تر بېروته مخکې لاړ او هغه ورځ چې  د اریل شارون په نامه قاتل جنایتکار په صبرا او شتیلا کې د وینې حمام جاري کړي اونه یې ده هېره کړې او نه به یې هېره کړي  هغه ورځ چې  همدغه پوځ د حزب الله د ځپونکو ګوزارونو په وړاندې بې له دې بله چاره نه لرله چې  د ډېرو تلفاتو په ورکولو او  په ماته په اعتراف سره د لبنان له پولو شاتګ وکړي او د اوربند سوالونه وکړي...  ډک لاس او د طاقت دریځ یعنې همدا. اوس پرېږده  پلانکی اروپایی دولت چې په صدام رژیم د کیمیایي موادو د خرڅولو په خاطر باید تر ابده شرمساره وي، مجاهد او سرلوړی  حزب الله غیر قانوني وګڼي.  غیرقانوني خو د امریکا په شان رژیم دی چې داعش جوړوي او  د اروپا د هغه دولت په شان رژیم چې  په زرګونو کسان د ایران په بانه او د عراق په حلبچه کې  یې د کیمیایي مواد په وجه د مرګ ستوني ته لویږي.
۷: وروستۍ خبره دا ده چې فلسطین د فلسطینیانو دی او باید د هغوي په ارادې سره وچلول شي. د ټولو فلسطیني دینونو او قامونو څخه د ټول پوښتنې طرحه چې کابو دوه لسیزې مخکې مو وړاندې کړې، یوازینۍ نتیجه ده چې باید د فلسطین په ننیو او سبانیو ننګونو مترتبه شي. دا طرحه ښیي چې له یهودیت سره د  دښمنۍ ادعا چې لویدیځوال یې په خپلو پروپاګنډو کې تکراروي، بیخي بې اساسه ده. په دې طرحه کې یهودي  او مسیحي او مسلمان  فلسطینیان د یو بل په څنګ کې په یوې ټول پوښتنې کې ګډون او د فلسطین هیواد سیاسي نظام ټاکي. هغه څه چې قطعا باید لاړ شي صهیونسټي نظام دی او صهیونزم، په خپله په یهودیت دین کې یو بدعت او بیخي پردی څیز دی.
په پای کې د قدس د شهیدانو  له شیخ احمد یاسین او فتحي شقاقي او سید عباس موسوي نیولې تر د اسلام د لوی سردار او د مقاومت د نه هېرېدونکي څیرې شهید قاسم سلیماني او  د عراق د لوی مجاهد شهید ابو مهدی المهندس  او د قدس د نورو شهیدانو د یاد درنښت کوم او د عظیم الشان امام خمیني چې د عزت او جهاد لاره یې مونږ ته پرانستله، په روح سلام وایم او همداراز د مجاهد ورور ارواښاد  شیخ الاسلام چې کلونه یې په دې لاره کې هڅه وکړه د الهي رحمت دعا کوم.
 
والسلام علیکم و رحمةالله
https://avapress.com/vdcbagb5arhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته