کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کراچۍ کې ملکي الوتکه غورځېدلې، د ۹۷ کسانو مړینه تایید شوې

3 جوزا 1399 ساعت 15:24


د پاکستان کراچۍ ښار هوايي ډګر ته څېرمه د ګڼ مېشتې سیمې کورونو په منځ کې یوه ملکي الوتکه غورځېدلې ده. د پاکستان هوايي چلند ادارې دا ایربس ۳۲۰ ډوله الوتکه له لارهوره کراچۍ ته پر لار وه، چې وغورځېده.
د سند صوبې عامې روغتیا چارواکو تر اوسه د ۹۷ کسانو مړینه تایید کړې. د دغې ادارې ویاند وايي، پېښه کې دوه کسان ژوندي پاتې شوي، خو په وینا یې وژل شویو کسانو کې تر اوسه یوازې د ۱۹ کسانو مړي پېژندل شوي دي.
چارواکي وايي، په الوتکه کې ۹۹ کسان ناست وو، چې د کریو یا خدمې اته کسان هم پکې شامل دي.
بل لور ته د پي ای اې یو ویاند وايي، په ظاهره د لنډینګ ګیر نه پرانیستل کېدو له کبله بېرته د پورته کېدو پر مهال غورځېدلې، خو په وینا یې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به کره معلومات تر لاسه شي.
 


د مطلب کود: 210555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210555/کراچۍ-کې-ملکي-الوتکه-غورځېدلې-د-۹۷-کسانو-مړینه-تایید-شوې

آوا
  https://www.avapress.com