دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 210556
کورونا افغانانو ته څه درس ورکړ؟
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ککړې هوا او پاکۍ ته د نه پاملرنې له کبله پېدا کېدوونکې تنفسي او ځينې نورې ناروغۍ د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ نيم په نیمه راکمې شوې دي. دغه وزارت يې لاملونه د قرنطین شپو ورځو پر مهال روغتیايي لارو چارو ته د خلکو د پام ډېرېدا او د هوا پاکېدل ښيي. خو وايي، که خلک قرنطین بابېزه وګڼي نو په راروانو شاوخوا دوو اوونیو کې به کورونا وېروس په افغانستان کې ناورین رامنځ ته کړي.

د نورو سرخوږیو تر څنګ دې وبا ځينې هغه افغانان له توپيري چلند سره مخ کړي چې په مازې دوړو او ګردونو هم زکام کېږي. وايي خلک کرکه ترې کوي او فکر کوي کورونا به ور ولېږدوي.
د پلازمېنې په ګډون مې د افغانستان په ځینو نورو سيمو کې هغه کسان وموندل چې ډېر زکام کېږي، یا د نورو پرتله يې ډېر والګی نیسي.
 
https://avapress.com/vdcen78wpjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته