کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: ملګري ملتونه وايي، د یمن روغتیايي نظام 'ویجاړ' شوی

3 جوزا 1399 ساعت 8:44

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په یمن کې د دغه هېواد روغتیايي نظام داسې حال کې 'ویجاړ شوی ' چې د کوویډ - ۱۹ وېروس په خپرېدو دی. د دغې ادارې د بشري خیریه چارو د همغږۍ ویاند جینس لایرکي وايي وضعیت 'خورا ننګونکی ' دی.
د نوموړي په وینا له روغتیايي مرکزونو ځینې کسان ځکه بېرته شړل شوي، چې روغتیا پالانو خپله د خوندیتوب لپاره تجهیزات او الات نه درلودل.



یمني چارواکو د ګڼ شمېر ناروغانو او د کورونا له کبله د ۳۰ کسانو مړینه تایید کړې.
په یمن کې د کلونو اوږدې کورنۍ جګړې له کبله د دغه هېواد روغتیايي سیسټم له مخکې زیانمن شوی و او د مصنوعي تنفس خورا لږ الات یې درلودل.
برازیل کې داسې حال کې د کورونا وېروس له کبله د مړینې شمېر ۲۰۰۴۷ کسانو ته رسېدلی، چې وېره څرګندیږي، لاتین امریکا د وبا خپریدو په یوه بل مرکز بدلېږي.
مکسیکو، چیلي او پيرو هغه هېوادونه دي چې وار له مخه له وبا سره په سخته مبارزه بوخت دي. برازیل اوس په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د کورونا له کبله پکې د مړینې شمېر له ۲۰ زره کسانو زیات شوی دی.
 


د مطلب کود: 210557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210557/کورونا-وېروس-ملګري-ملتونه-وايي-د-یمن-روغتیايي-نظام-ویجاړ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com