دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 210569
د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤلینو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤلینو ته خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته که یې د مسؤلیت سیمو کې د موټرسایکل لروونکو کسانو لخوا ترور ترسره شي، له دندې ګوښه کېږي.
کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه تر هغه وروسته کړې، چې تېرماښام ( جمعه غبرګولي ۲ ) د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند سیمه کې دوه پولیس د موټر سایکل لروونکو کسانو لخوا په ډزو وویشتل شول.
کورنیو چارو وزارت وايي، یو پولیس وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلی، چې د شوې پېښې په تړاو د دوولسمې حوزې د سیمې د کنترول مسؤل او د ټولي قومندان له دندې  ګوښه شوي دي.
کورنیو چارو وزارت له دې مخکې کابل ښار کې تر نامعلومې نېټې د موټرسایکل په ګرځېدا بندیز لګولی و، ځکه په وینا  یې ډېری هدفي وژنې له موټرسایکل څخه په ګټې اخیستو ترسره  کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciquar3t1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته