دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 210576
د کندز چارواکي: د حبیب ناصري په نوم د طالبانو ټپي قوماندان ساه ورکړه
په کندز کې چارواکي وايي، دغلته د وسله‌والو طالبانو یو ټپي قوماندان ساه ورکړې.
د کندز پولیسو نن په یو بیان کې ویلي د حبیب ناصري په نوم د طالبانو یو مهم غړی چې یوه اوونۍ مخکې د کندز په کنم کلي کې په یو هوايي برید کې ټپي شوی و، تېره شپه دې سیمه کې د طالبانو په یو روغتون کې مړ شوی دی.
د کندز د امنیتي چارواکو په وینا ناصري پر حکومتي اهدافو ګڼو بریدونو کې لاس درلود.
بل‌خوا خوست کې چارواکي وايي، تېر ماښام‌یې د لکڼو په سیمه کې د ماین ایښودونکو یو څلور کسیزه ډله نیولې ده.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر نن (شنبه) ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د پولیسو له‌خواد ماین ایښودلو پر مهال نیول شوي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ کړۍ ماینونه چې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا د دې ولایت د بېلابېلو سیمو په عمومي لارو کې ځای پر ځای شوي ول، د پولیسو له‌خوا شنډ شوي دي.
دی وايي، د ماینونو په چاودنو کې تر ډېره ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي.
طالبانو تر اوسه د حکومتي لوري د دې دواړو ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguz9x3ak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته