دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 210581
د متقاعدینو معاشونه له بایومټریک پروسې پرته ورکول کېږي
د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه له دوی سره د اقتصادي مرستې په موخه د بایومټریک له نوې پروسې پرته او د مخکېنیو کارتونو له مخې ورکوي.
د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدام په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له کبله ترسره کېږي.
ښاغلی مسجدي وایي دا مهال د متقاعدینو د بایومټریک پروسه ځنډېدلې ده.
نوموړي وویل، هغه متقاعدین او د هغوی وارثین چې کلني حقوق‌یې ۷۵۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زره افغانیو پورې وي، ۷۵ سلنه (۹ میاشتې معاش‌یې) ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې متقاعدینو تر دې وړاندې د بایومټریک پروسې له امله د دوی د میاشتني حقوقو د ځنډېدو له امله شکایت کړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4xqis2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته