کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د متقاعدینو معاشونه له بایومټریک پروسې پرته ورکول کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1399 ساعت 11:29

د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه له دوی سره د اقتصادي مرستې په موخه د بایومټریک له نوې پروسې پرته او د مخکېنیو کارتونو له مخې ورکوي.


د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدام په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له کبله ترسره کېږي.
ښاغلی مسجدي وایي دا مهال د متقاعدینو د بایومټریک پروسه ځنډېدلې ده.
نوموړي وویل، هغه متقاعدین او د هغوی وارثین چې کلني حقوق‌یې ۷۵۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زره افغانیو پورې وي، ۷۵ سلنه (۹ میاشتې معاش‌یې) ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې متقاعدینو تر دې وړاندې د بایومټریک پروسې له امله د دوی د میاشتني حقوقو د ځنډېدو له امله شکایت کړی وو.


د مطلب کود: 210581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210581/د-متقاعدینو-معاشونه-له-بایومټریک-پروسې-پرته-ورکول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com