د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۷۸۲ تازه مثبتو پېښه له ثبته خبر ورکوي.
هېواد کې د کرونا ویروس د ۷۸۲ تازه پېښو ثبت
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1399 ساعت 13:07
د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۷۸۲ تازه مثبتو پېښه له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې چې نن(شنبې د غبرګولي په ۳مه نېټه) یې اعلان کړې دي، له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۹۹۸ ته ورسید.
په همدې حال کې تېره شپه ورځ کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۱۱ تنه مړه شوي دي، له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۶ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت همداراز وايي چې تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۴۴ تنه روغ شوي هم دي او هېواد کې د ټولو روغو شویو شمېر هم ۱۰۴۰ تنو ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت وروستیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او خلکو ته په ټینګار سره سپارښتنه کوي چې روغتیايي تابیاوې په پام کې ونیسي.
وروستیو کې د هېواد لویو ښارونو کې خلک ګرځبندیز ته پام نه کوي، ځینو ولایتونو کې ګرځبندیزونه د لیري کېدو په حال کې دي.
د مطلب کود: 210590