دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 210599
ټرمپ: عبادتځي پرانیزئ، "امریکا ډېرو دعاوو ته اړتیا لري"

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هېواد کې د کلیساوو او جوماتونو په ګډون د عبادتځیو بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې؛ ځکه چې په وینا یې، په هېواد کې د کورونا وبا په کړکېچن حالت کې عبادتځي "اساسي چوپړونه" وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د اساسي قانون له مخې، د ایالتونو د ځان او امنیت ساتنې واک له ولسمشر نه، بلکې د ایالت له والي سره دی.
په امریکا کې له څو اونیو راهیسې له کورونا وېروس سره د مبارزې د ځانګړو سختو اجراتو له کبله تړل شوي دي.
ډونلډ ټرمپ د ایالتونو چارواکو ته خبرداری ورکړی که د کوم ایالت والي د عبادتځیو له پرانیستلو ډډه وکړي، دی به خپله دا چاره مخته بوځي.
ټرمپ وویل: "که د ایالتونو والیان ونه غواړي دغه ابتکار وکي، زه د هغوی فرمان باطلوم، امریکا لږو ته نه، ډېرو دعا کوونکو ته اړتیا لري."
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د ټولو دینونو اړوند عبادتځایونه باید ژر بېرته پرانیستل شي.
 
https://avapress.com/vdcb9gb59rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته