کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنې اوربند اعلان کړ

4 جوزا 1399 ساعت 10:14

طالب ډلې تیر ماښام د روژې د مبارکې میاشتې د ختمیدو او د وړوکي اختر د رارسیدو په مناسبت په افغانستان کښې د دریو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ.



د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ډلې کسان د اختر په دریو ورځو کښې د حکومت د سنګرونو خلاف د یرغلیزو عملیاتو اجازه نه لري.
مجاهد ټینګار وکړ چې که د طالبانو په سنګرونو د حکومتي ځواکونو له خوا حمله وشي نو د دې ډلې کسان په خپلې دفاع کښې جنګیدې شي.
د طالبانو ویاند هم داشان د دغې ډلې له کسانو غوښتې دي چې د اختر په دریو ورځو کښې د حکومت ترکنټرول لاندې سیمو ته له تګه ډډه وکړي.
هغه هم داشان ټینګار کړی چې حکومتي ځواکونه هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د ورتګ اجازه نه لري.
د افغانستان حکومت د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اوربند اعلانیدو ته تراوسه په رسمي توګه هیڅ غبرګون نه دی ښودلې.
 


د مطلب کود: 210633

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210633/طالبانو-د-کوچني-اختر-په-مناسبت-درې-ورځنې-اوربند-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com