طالب ډلې تیر ماښام د روژې د مبارکې میاشتې د ختمیدو او د وړوکي اختر د رارسیدو په مناسبت په افغانستان کښې د دریو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ډلې کسان د اختر په دریو ورځو کښې د حکومت د سنګرونو خلاف د یرغلیزو عملیاتو اجازه نه لري. مجاهد ټینګار وکړ چې که د طالبانو په سنګرونو د حکومتي ځواکونو له خوا حمله وشي نو د دې ډلې کسان په خپلې دفاع کښې جنګیدې شي. د طالبانو ویاند هم داشان د دغې ډلې له کسانو غوښتې دي چې د اختر په دریو ورځو کښې د حکومت ترکنټرول لاندې سیمو ته له تګه ډډه وکړي. هغه هم داشان ټینګار کړی چې حکومتي ځواکونه هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د ورتګ اجازه نه لري. د افغانستان حکومت د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اوربند اعلانیدو ته تراوسه په رسمي توګه هیڅ غبرګون نه دی ښودلې.