تر هغه وروسته چې طالبانو د اختر ورځو کې اوربند اعلان کړ، افغان حکومت یې هر کلی وکړ او په متقابل عمل یې لاس پورې کړ.
ولسمشر غني سولې ته د رسېدو په موخه او د اعتماد فضا د رامنځته کېدو لپاره د ۲۰۰۰ نور طالب بندیانو د آزادېدو پرېکړه وکړه، چې د طالبانو لخوا یې هرکلی شوی.
که څه هم طالبانو د افغان حکومت له دې پرېکړې خوښي ښودلې خو لاهم پر خپل پخواني دریځ کلک ولاړ دي او تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتنه لري.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د افغان حکومت له پرېکړې د هرکلي ترڅنګ ویلي “د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مخکې خنډونه لیري شي”.
سهیل شاهین ویلي چې طالبان هم له خپل اړخه د بندیانو خلاصون ته ژمن دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس