ښاغلی مياخيل يو له هغو واليانو څخه دی چې د کرونا مخنيوي په پار يې په ننګرهار ولايت کې جدي او بېلا بېلې ستونزمنې پريکړې وکړې.
د تازه شمېرو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۴۵ ته رسېدلي چې له کبله يې ۲۶ کسان مړه شوي او ۲۰ بېرته روغ شوي دي.
بايد وويل شي چې له دې وړاندې د قندهار والي حيات الله حيات هم په کرونا اخته شوی و چې اوس يې وضعيت ښه شوی دی.
ددې سربېره د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز هم څو اونۍ وړاندې په کرونا اخته شوی و خو اوس يې دغې ناروغۍ ته ماتې ورکړې ده.
اوسمهال افغانستان کې د کرونا تر ټولو زياتې پېښې په کابل کې ښودل کيږي چې شمېر يې ۳۴۶۰ ته رسيږي. په ټول افغانستان کې ۱۰۵۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۱۶ مړه شوي او ۱۰۷۵ بېرته روغ شوي دي.