کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنځو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې د اوربند هرکلی او په بین الافغاني مذاکراتو ټينګار کړی

5 جوزا 1399 ساعت 11:04

د قطر، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني او ناروې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې له لارې د طالبانو او حکومت تر منځ له اوربند هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل غوښتنه یې کړې.
د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوربند د سولې پروسې د وړاندې تګ په برخه کې یو مثبت ګام دی او د افغانانو هیله داده، چې تشدد پای ته ورسېږي او هیواد ته سوله او ثبات راشي.



خبرپاڼه کې وړاندې ټول لوري هڅول شوي، چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، تر څو په مرسته یې روان کړکېچ پای ته ورسېږي او د اوربند دایمي کېدو ته لاره پرانستل شي او تر څنګ یې غوښتنه شوې، چې باید له کرونا وبا څخه د بندیانو د ساتنې لپاره ځانګړي اقدامات ترسره شي.
قطر، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني او ناروې هیوادونو په افغان سوله کې د همکارۍ ترسره کولو ژمنه کړې او په دې برخه کې یې د قطر او امریکا له هڅو ځانګړې مننه کړې.
 


د مطلب کود: 210655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210655/پنځو-هیوادونو-په-ګډه-اعلامیه-کې-د-اوربند-هرکلی-او-بین-الافغاني-مذاکراتو-ټينګار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com