دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۲۲:۱۱
د مطلب کود : 210659
ولسمشر غني د دوه زره طالب بندیانو د ازادولو حکم صادر کړ
ولسمشر غني حکم کړی چې تر ۲۰۰۰ تنو د طالب بندیانو د ازادولو بهیر پيل شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې دا د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند لپاره د ښه نیت ښودل دي. طالبانو تېره شپه اعلان وکړ چې د د کوچني اختر د درې ورځو لپاره په ټول هېواد کې اوربند کوي. د ولسمشر ویاند په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي چې حکومت د سولې بهیر د بریا په درشل کې نور ګامونه به هم پورته کړي.
ولسمشر غني  د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته اعلان وکړ چې د طالب بندیانو ازادولو بهیر به له سره پيل شي.
دا بهیر څو اوونۍ مخکې د هغه څه له امله چې افغان حکومت سولې ته د طالبانو نه لېوالتیا ګڼله ودروه.
افغان حکومت له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته تراوسه زر طالب بندیان ازاد کړي او طالبانو هم ځينې امنیتي ځواکونه چې له دوی سره اسیر وو ازاد کړي دي.
ولسمشر غني تېره شپه د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په ځواب کې امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ چې دفاعي حالت غوره کړي او اوربند ته درناوی وکړي.
تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو د ولسمشر غني په حکم یرغلي حالت غوره کړ. 
https://avapress.com/vdciwuar3t1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته