دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 210678
مایک پمپیو: افغانستان کې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه دې ګټه واخیستل شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د اختر په مناسبت د اوربند اعلان څخه هرکلی کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

امریکا وایي، تر بل هر وخت افغانستان کې د سولې دهلو ځلو د پرمختګ لپاره یو فرصت رامنځته شوی دی او باید له دې فرصته ګټه پورته شي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په افغانستان کې د اختر درې ورځني اوربند د هرکلي ترڅنګ کړې ده.
مایک پمپیو په ټوېټر پاڼه کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند څخه هرکلی کړی او ویلي دي چې د سولې خبرې پیل شي او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د شنبې ورځ طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځني اوربند اعلان وکړ، چې په ځواب کې جمهور رییس محمد اشرف غني هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند د رعایت کولو سپارښتنه وکړه.
پمپیو د بندیانو پر تبادلې ټینګار کړی او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده، چې له طالبانو سره بندیان تبادله کړي او د سولې پر وړاندې موجوده خنډونه له مخې لرې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تمه وښوده چې، طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي او خوشې شوي بندیان پرېنږدي چې بیا د جنګ ډګر ته وګرځي.
نوموړي د هوکړې د عملي کولو په تړاو طالبانو ته ډاډ ورکړ چې دوی د هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي او همدارنګه یې له طالبانو هم د ژمنتیا غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcjaye8ouqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته