ښاغلي پمپیو هیله ښودلې ده چې دواړه مشران به د سولې په اړه ګډ کار وکړي. په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده چې د دوی ترمنځ د سیاسي اختلاف له کبله “وخت ضایع شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر( یوناما) ویلي چې دا موافقه ټولو خواوو دا زمینه برابروي چې د بین الافغاني مذاکراتو، د کرونا ویروس په ضد د مبارزې او جنګ جګړو د ختمولو لپاره یوه متحده جبهه ولري.
ناټو هم د غني او عبدالله ترمنځ د تړون د لاسلیک کېدو هرکلی کړی دی او په همدې حال کې یې پر طالبانو غږ کړی دی چې د تاوتریخوالي د کمولو، بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په افغانستان کې د پایداره سولې په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړی.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم پر خپل ټويټر ليکلي “له اوږدې مودې وروسته ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله توافق وکړ چې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي، هغه حکومت چې ډاکتر عبدالله به په کې د سولې بهیر مشري کوي. موږ له دغې هوکړې هرکلی کوو او نوي حکومت ته بريالتوب غواړو. امریکا د سولې بهیر کې له نوي حکومت سره مرستې ته چمتو ده، هغه بهیر چې سولې ته د پای ټکی ږدي. دغه بهير بايد د هغو ژمنو د عملي کولو پر بنسټ وي چې تر اوسه شوي. دواړه رهبران بايد د حکومتوالۍ هغه تېروتنې تکرار نه کړي چې د ملي يووالي په حکومت کې وې، ځکه دغه توافق افغانانو سر ته ورساوه. اوس د دې وخت دی چې د افغانانو او نړۍ غوښتنه جدي ونيسو او بالاخره جګړه پای ومومي. ډاکتر عبدالله بايد په بېړه پر مخ ولاړ شي او د حکومت لهخوا هم مخلصانه ورڅخه ملاتړ وشي.