کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرونا په نړۍ کۍ :دکرونا مثبت پيښي تر پنځه میلیونه اوښتي دي

5 جوزا 1399 ساعت 16:15


د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۵۰۸۵۵۰۴ کسه په کرونا اخته سوي دي چې له دې ډلې ۳۲۹۷۳۱ کسه یې مړه سوي دي. همدا راز ۲۰۲۱۶۶۶ کسان له کرونا ویروس بېرته جوړ سوي هم دي. امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۹۱۹۹۱ ته رسېدلی او مړو سوو کسانو شمېر بیا ۹۴۹۹۴ ته رسېدلی دی. روسیه کې مثبتې پېښې ۳۰۸۷۰۵ ته رسېدلې دي همدا راز په برازیل کې بیا ۲۹۳۳۵۷ مثبتې پېښې ثبت سوې دي. کرونا ویروس په برېتانیا کې ۳۵۷۰۴، په ایټالیا کې ۳۲۳۳۰، په فرانسه کې ۲۸۱۳۲، په هسپانیه کې ۲۷۸۸۸، په جرمني کې ۸۲۷۰ او په ایران کې ۷۱۸۳ کسان مړه کړي دي.


د مطلب کود: 210681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210681/کرونا-په-نړۍ-کۍ-دکرونا-مثبت-پيښي-تر-پنځه-میلیونه-اوښتي-دي

آوا
  https://www.avapress.com