د تخار د والي ویاند جواد هجري کلید راډیو ته وویل، چې دا پېښه پرون یکشنبه د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د مهدي او عبدالغني په نوم د دوو غیر مسؤله قوماندانانو د پلویانو ترمنځ شوې چې د امنیتي ځواکونو په رسېدو سره جګړه ژر کنټرول شوې ده .
(( عبدالغني او مهدي په نوم د دوو وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې د مهدي په نوم یو غیر مسووله قوماندان په ګډون دواړو خواوو ته لس تنه وژل شوي دي، سیمه ته پولیس رسېدلي او سیمه اوس تر کنټرول لاندې ده))
تر اوسه سیمه ییزو چارواکو ددې نښتې د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو په شمال کې وخت ناوخت د ورته غیري مسوولو وسله والو ترمنځ د نښتو لامل په سیمه کې د یو بل نه منل او د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته کېږي.