کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اختر دوهمه ورځ هم په هیواد کې قراري وه !

5 جوزا 1399 ساعت 16:22

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د شوي درې ورځني اوربند نن دوهمه ورځ وه ؛ د هیواد له یوې برخي هم د جنګ جګړې راپور نه دی ورکړل شوی .‌
دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو او لیري پرتو سیمو کې خلک اختریزي خوښئ په خیریت سره لمانځي .
د افغانستان ډېری وګړي دا یو نېک پال بولي‌او وايي چې د اوربند دي لا نور وغځول شي .
په لویو ښارونو کې د کرونا وبا له کبله پر تګ راتګ بندیز دی او د ښارونو برخي له انسانانو خالي‌تر سترګو کېږي ؛ خو په لیري پرتو او کلیوالو سیمو کې خلک په دودیز ډول اختریزي مېلې کوي .
اوربند چې د طالبانو او افغان حکومت له لوري‌وشو خلکو ستایلی او تر ډېره یې له دواړو غاړو غوښتي دي چې اوربند نور هم وغځول شي .



په کندهار کې زمونژ همکار وايي چې د اوربند له کبله ډېری ځوانان د کندهار د دالې بند او بابا صاحب زیارت ته د مېلو لپاره تللي دي .
هم داراز په زابل ولایت کې هم خلک له اوربند نه په ګټه اخیستلو په آزاده پښه مېلې کوي .
په ننګرهار کې زمونژ همکار وايي چې دلته د هري وېري پرته خلک اختر لمانځي ، البته د کرونا وبا وېره لا هم شتون لري‌او د ننګرهار په بیلا بیلو کورونو کې په شکمنه کرونا د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی .
د ننګرهار پوهنتون یو استاد تاج محمد تمکین وايي چې :
«طالبانو ته زرین چانس دی، ځینې کړۍ هڅه کوي چې د سولې روان پروسس سبوتاژ کړي، طالبان باید د موضوع حساسیت درک او اوربند وغځوي. د سولې داسې چانس بیا نشي پیدا کیدلی، دې چانس نه باید ګټه واخستل شي، اوربند سره به ې خلکو کې دا مفکوره تقویه شي چې دوی رښتیا هم سوله پلوي دي او سوله غواړي. جنګ حل لاره نده او نتیجه نه ورکوي، وینه په وینه نه مینځل کیږي»‌
ډېری نور په دې باور دي چې د طالبانو له لوري‌د اخیستل شوي دې ګام له کبله په ولس کې د سولي‌هیلي‌را ټوکېدلي‌دي .
خلک وايي‌که اوربند وغځول شي‌ښايي سولي ته د رسېدلو لار نوره هم لنډه او دواړه لوري‌یو بل ته نېژدې شي .
 


د مطلب کود: 210683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210683/د-اختر-دوهمه-ورځ-هم-په-هیواد-کې-قراري-وه

آوا
  https://www.avapress.com