د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د شوي درې ورځني اوربند نن دوهمه ورځ وه ؛ د هیواد له یوې برخي هم د جنګ جګړې راپور نه دی ورکړل شوی .
دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو او لیري پرتو سیمو کې خلک اختریزي خوښئ په خیریت سره لمانځي .
د افغانستان ډېری وګړي دا یو نېک پال بولياو وايي چې د اوربند دي لا نور وغځول شي .
په لویو ښارونو کې د کرونا وبا له کبله پر تګ راتګ بندیز دی او د ښارونو برخي له انسانانو خاليتر سترګو کېږي ؛ خو په لیري پرتو او کلیوالو سیمو کې خلک په دودیز ډول اختریزي مېلې کوي .
اوربند چې د طالبانو او افغان حکومت له لوريوشو خلکو ستایلی او تر ډېره یې له دواړو غاړو غوښتي دي چې اوربند نور هم وغځول شي .