د ننګرهار جلال اباد ښار څلورمې ناحیه کې د یو پمپ اورلګیدنې له کبله لس تن سوځېدلي او ټپیان شوي دي، چې اوس روغتون کې تر درملنې لاندېدي.
جلال اباد ښار کې د اور لګیدنې له امله لس تنه ټپیان شوي دي
13 جوزا 1399 ساعت 22:12
د ننګرهار جلال اباد ښار څلورمې ناحیه کې د یو پمپ اورلګیدنې له کبله لس تن سوځېدلي او ټپیان شوي دي، چې اوس روغتون کې تر درملنې لاندېدي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، نن دوشنبه غرمه مهال د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې د شیشم باغ په نامه د تېلو په یو پمپ کې د ګازو له امله اورلګیدنه رامنځته شوې.
هغه زیاته کړه په پېښه کې لس تنه ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړي خو روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
نوموړی وایي، یاده پېښه د تیلو د پمپ د مسولینو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د مطلب کود: 210687