دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 210688
کورونا وېروس: ایران کې لوی زیارتونه بېرته پرانیستل شول؛ جاپان بېړنی حالت ختم کړ
ایران په مشهد کې د امام رضا او په قُم کې د حضرت معصومه په ګډون یو شمیر مهم زیارتونه چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي لپاره دوه میاشتې وړاندې تړل شوي وو بېرته پرانستل. بل لور ته جاپان هم د بېړني حالت د ختمولو اعلان کړی دی.
ایران کې عبادت کوونکي او زیارت کوونکی به وکولی شي چې د دې زیارتونو انګړ ته داخل شي خو د دې زیارتونو نورو پوښل شویو برخو ته د ورتګ اجازه نه لري. له دوی دغه راز غوښتل شوي چې روغتیایي سپارښتنې او ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.
د نوي پلان له مخې به زیارتونه له لمر خاته یو ساعت وروسته پرانستل کیږي او له لمر پرېواته یو ساعته وړاندې به تړل کیږي. خو لکه د پخوا په څېر به شپه او ورځ نه وي پرانستي.
د افغان خبري اژانس د رپوټ له مخې په پلازمینه تهران کې په شاه عبد العظیم زیارت کې د دوشنبې پر سهار له خلکو غوښتل شوي چې ماسکونه ولري، د ضد عفوني شوي دهلیز له لارې ننووځي او د بدن تودوخې درجه یې باید وکتل شي.
 
https://avapress.com/vdcaawnua49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته