کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان والي د تېر کال د کړنو او فعالیتونو راپور له ولسونو سره شریک کړ

6 جوزا 1399 ساعت 9:02

حافظ عبدالقیوم د مرکز پارون او یوشمېر ولسوالیو د قومي مشرانو، دیني عالمانو ، د مدني ټولنوغړو ، ځوانانو او د رسنیو له استازو سره د تیر یو کال د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل .
د نورستان والي وویل، تیر کال د لاسته راوړنو څخه ډک کال وو، چې په ګڼ شمېر برخو کې رغنیزې او روزنیزې پروژې پلې شوې دي.



دده په وینا تېرکال ۱۲۷ میلیونه افغانۍ د مستوفیت له لوري په بېلابېلو رغنیزو پروژو لګول شوي او همدارنګه د ښارجوړونې او ځمکو ریاست له لوري د ۳۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت ودانیزې پروژې هم پلې شوې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې دي.
والي د رغول شویو لسګونو پروژو په برخه کې هم معلومات ورکړل چې په وینا یې، ۹۴۶ میلونه افغانۍ د کلیو پراختیا ریاست او ۳۰ میلیونه افغانۍ د سیندیزې فرعي حوزې ریاست له لوري د بېلابېلو پروژو د بشپړیدو په موخه مصرف شوې دي .
د نورستان د والي په وینا، ددرییو میلیاردو افغانیو په لګښت د سړک جوړونې په برخه کې د یو شمېرولسوالیو نښلونکو سړکونو،کنړنورستان لویه لار، او د مرکزپارون یوشمېر سړکونو د جوړیدو چارې روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
په دې ناسته کې د یو شمېر ریاستونو مسوولینو خپلې پلي کړې برنامې، کړنې، لاسته راوړنې او فعالیتونه هم له ولس سره شریک کړل او د راتلونکو پلانونو په اړه یی معلومات وړاندې کړل.


د مطلب کود: 210692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210692/د-نورستان-والي-تېر-کال-کړنو-او-فعالیتونو-راپور-له-ولسونو-سره-شریک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com