د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، چې له هرات وروسته کابل تر نورو ولایتونو ډېرې مثبتې پېښې لري.
نوموړی وایي کابل کې د نورو ولایتونو په پرتله ۳۹۰ زیاتي پېښې ثبت شوي دي او ورپسې په هرات کې ۶۲، په بلخ کې ۳۶، په بادغیس کې ۲۱، په ننګرهار کې ۱۸، په کونړ او تخار کې څوارلس څوارلس او په جوزجان کې ۱۱ تنه کورونا نیولي دي.
د نوموړي په خبره په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱تنه له کرونا ناروغۍ څخه مړه شوي دي، چې ورسره په هېواد کې له دې وېروس څخه د مړینو شمېره ۲۱۹تنو ته ورسېده.
او همدارنګه له کرونا وېروس څخه تازه ۲۲نور خلک روغ شوي دي، چې په هېواد کې ورسره له کرونا څخه د روغ شویو کسان شمېر۱۰۹۷تنو ته رسېږي.
روغتیایي چارواکي ټینګار کوي، چې د کرونا وېروس په کابو کولو د خلکو رول مهم دی او د دوی رول دادی چې کورنو کې پاتې شي.