دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 210695

د کوچني‌ اختر په دریو ورځو کې اعلان شوی اوربند به (۷) ورځو ته وغځول شي .
په کوټه کې د طالبانو د شورا یوه غړي زمونږ سرچینی ته  وویل چې د اوربند د غځېدو پر سر قطر مېشتو طالبانو له کوټې شورا سره خبرې کړي دي او د کوټې شورا هم پردې خبره موافقه ښودلې ده .
طالب سرچېنې وویل چې ځیني طالب مشران د اوربند د غځېدلو مخالفت کوي ؛ خو په لویه کې ډېری د کوټې او پېښور شورا غړي او د دقطر د مذاکراتي ټیم مشران د اوربند دغځېدلو ملاتړي دي .
طالبان وایی چې په دغو ورځو کې که دولت د طالب زندانیانو د خوشي کېدلو سلسله ګړندۍ کړي ؛ تر اوه ورځیني اوربند ورسته به د تاوتریخوالي د کمښت سلسله بیا پیل شي ؛ چې د طالب مشرانو په وینا دا ځل به پر افغان امنییتي ځواکونو بریدونه هم کم شي .‌
طالبانو په داسي حال کې ددې موضوع په اړه خبر ورکړ چې لا هم سبا ورځ د اوربند لپاره پاتې ده .‌
ځیني‌طالب مشران په دې باور دي چې اوربند به نا اعلان شوی وی ، خو په لویه کې ډېری طالبان وايي چې د اوربند غځېدل باید عالني‌وي .
خبریال ویبپاڼې ته د طالبانو څلورنې سرچینې هم ددې خبرې پخلی وکړ او دا یې ومنله چې اوربند به غځېږي .
دافغانستان د ارګ سرچینې وايي چې د اوربند پر غځېدلو باندي خبري رواني دی خو پلخلی یې نه کوي .
 
https://avapress.com/vdci3uarwt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته