کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایا ماشومانو ته مو د اختر پیسې ورکړي؟

6 جوزا 1399 ساعت 9:12

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، په اختر کې ماشومانو ته پیسې ورکول، د کرونا ویروس انتقال ته لار هواروي.
د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پر خلکو غږ کوي، چې د ماشومانو او کشرانو ته دې د اختري په نوم نغدې پیسې نه ورکوي.



نوموړی وایي، د مشرانو له لوري کشرانو د نغدو پیسو ورکول ماشومانو ته د کرونا ویروس د لېږدېدا لامل کیږي.
دا خبرداری د روغتیا وزارت له لوري، په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د کرونا ویروس ورځ تر بلې د چټکې خپرېدنې په حال کې دی.
که څه نن د کوچني اختر دریم ورځ ده، خو د اختر په ورځو کې به هم، په زیاتو سیمو کې قرنطین وي او د ګڼې ګوڼې پر ځایونو محدودیتونه لګېدلي دي.
په افغانستان کې کوچنی اختر داسې مهال را ورسېد، چې زیات شمېر ملکیان د طالبانو په وروستیو بریدونو کې شهیدان شول او سلګونه تنه د کرونا وبا وځپل.
تازه تېره شپه د حکومت او طالبانو له لوري، د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان شوی.
افغانان د تېر په څېر سږ کال د اختر په مناسبت هم اوربند ته خوښ دي او وایي، چې د اختر خوښۍ سره سره پرې د اوربند خوښۍ یو په دوه شوې او له دواړو لوریو غواړي، چې اوربند تمدید کړي.
په همدې توګه نن، د اختر د لومړۍ ورځ په مناسبت ولسمشر غني وویل، چې د طالب بندیانو د را خوشې کېدو لړۍ به چټکه کړي.
په ورته مهال د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د نېټې پر ټاکلو هم بحث روان دی او ممکن ژر تر ژر نېټه وروستې شي.
 


د مطلب کود: 210697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210697/ایا-ماشومانو-ته-مو-د-اختر-پیسې-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com