دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 210709
د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر له مخې نن به د جمهور رییس دحکم په اساس ۹۰۰نور طالب بندیان له زندانونو خوشې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې نن سې شنبه به  ۹۰۰ نور طالب بندیان له زندانه ازاد کړي، د ملي امنیت شورا د سولې او ملیکانو د خوندیبوب د برخې مشر انتظار خادم کلید ته وویل چې دا بندیان د جمهور رییس محمد اشرف غني د حکم په اساس او د اوربند د غځېد په هدف د څرخي پل، بګرام او ولایتو څخه خوشې کېږي.«د تل پاتې سولې د راتګ لپاره نن د جمهور ریس له حکم سره سم ۹۰۰نور طالب بندیان خوشې کېږي، دا ویوه تاریخي او اساسي ورځ ده، د افغانستان د حکومت حسن نیت او تعهد د سولې لپاره ښایي، دغه بندیاند پل چرخي له زندانه، بګرام او د ولایتو له زندانونو آزادیږي»
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د طالبانو لخوا د اوربند په غبرګون کې د ۲زره طالب بندیانو د خوشې کولو  ويلي، چې له مخې یې پرون هم سل تنه طالب بندیان د بګرام له زندان څخه ازاد شول، چې دې سره په دې ورستیو دوو ورځو کې ۱۹۰۰طالب بندیان ازاد کړي دي
د معلوماتو له مخې تر اوسه د افغان حکومت لخوا ۱۱۰۰طالب بندیان ازاد شوي دي او په مقابل کې بیا طالبانو د دونیم سوه حکومتي بندیانو د خوشې کولو ویلي دي.
 
https://avapress.com/vdce778wojh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته