کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت نژدې ۹۰۰ نور طالب بندیان آزادوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جوزا 1399 ساعت 12:38

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې افغان حکومت نژدې ۹۰۰ نور طالب بندیان له خپلو زندانونو څخه آزادوي.


له هغه وروسته چې تېره ورځ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ، تراوسه ۱۰۰ طالب بندیان د بګرام له زندان څخه خوشې شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د سې‌شنبې په ورځ د مې په ۲۶مه (غبرګولي شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې نن نژدې ۹۰۰ نور طالب زندانیان هم د افغان دولت له خوا د سولي هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره خوشې کېږي.
ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په اختر کې د طالبانو له لوری د اوربند د اعلان په ځواب کې د ښه نیت ښودلو په موخه به ۲۰۰۰ نور طالب بندیان خوشې کړي.
طالبانو هم د افغان حکومت له دغه اقدام څخه په هرکلي ویلي چې له دوی سره په بند کې به د افغان حکومت زندانیان خوشې کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د افغان حکومت دا پرېکړه ستایلې ده.
افغان حکومت تر دې مخکې هم ۱۰۰۰ طالب جنګیالي خوشې کړي وو او طالبانو هم لسګونه افغان سرتېري له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.
د طالب زندانیانو خوشې کول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده. دا تړون د فبرورۍ په میاشت کې د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو چې له مخې به یې ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ تنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین خوشې کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.
خو افغان حکومت هغه وخت کې ویلي وو چې په یو وارې ۵۰۰۰ طالب بندیان نه خوشې کوي او د ټولو بندیانو د خوشې کولو په اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وشي.


د مطلب کود: 210714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210714/افغان-حکومت-نژدې-۹۰۰-نور-طالب-بندیان-آزادوي

آوا
  https://www.avapress.com