دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 210734
هلمند ته څه د پاسه ۴ ټنه قاچاق کېدونکي بنګ ونیول شول
هلمند ولایت ته د څه د پاسه څلور ټنه بنګو د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب ازادي راډیو ته وویل، څلور نیم ټنه بنګ هغه مهال ونیول شول چې له فراه ولایت څخه هلمند ولایت ته‌یې له قاچاق کولو وروسته پر بزګرو باندې خرڅول.
ښاغلی محب زیاتوي: "څلور نیم ټنه بنګ هغه مهال ونیول شول چې په یوه ټېلر موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې هلمند ولایت ته‌یې قاچاق کړي. په دې تور نیول شوي قاچاق کوونکي عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي."
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له فراه څخه هلمند ولایت ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1xqi02bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته