دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 210737
بلخ کې ډاکټرانو د زړه لومړنی عملیات وکړ
د بلخ ولایت په حوزوي بوعلي سینا روغتون کې ډاکټرانو په لومړي ځل پر یوه ۴۵ کلن سړي د زړه بریالي عملیات ترسره کړل.
د جراجي ډلې روزونکی، احمد شفیق هورخش وايي چې دغه عملیاتو کې د ناروغ د زړه په چاپېر کې وینه لیري شوه او د بدن له مختلفو برخو نه رګونه واخیستل شول او زړه کې ونښلول شول.
هغه زیاتوي چې له جراحی وروسته ناروغ ښه شوی دی.
ښاغلی هورخش زیاتوي چې ناروغ یو پاکستانی کس دی:«هغه ځای کې چې زړه سوری شوی وو، هغه ځای مو ورغولو، د زړه پوښ مو ترمیم کړ او سینه چې په کې وینه ټوله شوې وه، هغه مو خالي کړه.»
بوعلي سینا روغتون کې ډاکټر برهان انوري څرګندوي:«کله چې ناروغ عاجلې څانګې ته راوړل شو، حالت یې خراب وو.»
ډاکټران وايي چې دغې جراجۍ کابو یو ساعت وخت ونیوو.
ناروغ مشتاق نومیږي او روغتون کې له خدمتونو خوښ دی:«زه ناروغ شوم او د کار څښتن مې زه خوشې کړم، خو دلته مې ښه درملنه وشوه.»
د بلخ ولایت د بوعلي سینا روغتون مسوول، غوث الدین انوري څرګندوي چې د ځواک پراختیا په هڅه کې دي، څو جراحۍ پراخې کړي.
هغه وړاندې وايي:«که دغه روغتون کې ټول معیارونه پلي شي نو یو تخصصي او روزنیز روغتون به وي.»
 د روغتون مسوولین وايي چې که امکانات ورته په واک کې ورکړل شي، نو کولی شي چې د زړه او عروقو ناروغیو جراحۍ ترسره کړي.‎
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmxd0ew6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته