دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 210745
پروان کې ډاکټران د خلکو له بې پروايۍ اندېښنې
هېواد کې د کرونا ویروس د شمېر زیاتوالي سره، په بېلابېلو ولایتونو کې خلک روغتیايي تابیاوې په پام کې نه نیسي او په تړاو یې پروان کې ډاکټران اندېښنه لري او وايي چې دغه ولایت کې خلک د کرونا ویروس به تړاو جدي چلند نه کوي، او ښايې تا ناروغۍ پراخه شي.
پروان کې د کووید نوولس ناروغۍ روغتون مسوول، حمید عالمي ژکفر څرګندوي:«موږ باید صادقانه عمل وکړو، د هر ډول ناروغۍ پر وړاندې چې زموږ خلک ورسره مخامخ کیږي، موږ یې پر وړاندې ولاړ یوو.»
هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۱ زرو زیاتې شوې چې له ډلې یې ۲۰۱ پېښې پروان کې دي او ۵ تنه هم مړه شوي دي.
ډاکټر وايي چې که خلک احتیاط وکړي او د امکان تر حده پورې کور کې پاتې شي، کرونا ته به ماتې ورکړي:«باید د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونسو.»
په کرونا ویروس اخته کس، شفیق الله هم له خلکو غواړي چې د عامې روغتیا وزارت لارښونو ته پام وکړي او ټولنیز واټن مراعات کړي:«تر هغې چې خلک ټولنیز واټن مراعات نکړي، کرونا ویروس به پراخ شي او لوی ناورین به رامنځته شي.»
په همدې حال کې د پروان مرستیال والي، شاه ولي شاهد مني چې د کووید نوولس ناروغانو لپاره دغه ولایت کې اسانتیاوې کمې دي.
هغه زیاتوي:«هغه ډاکټران چې په روغتونو کې ګمارل شوي شمېر یې شپېته کسه دی او له بده مرغه چې دوې ورځې مخکې د شل بستره روغتون امر راورسید، خو دا بسنه نه کوي.»
پروان ولایت له شپږ سوو زرو ډېر وګړي لري. د دغه ولایت سیمه ييز چارواکي له عامې روغتیا وزارته د مجهز روغتون جوړولو غوښتنه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcee78wnjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته