دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 210755
د هلمند اوسېدونکي د دایمي اوربند غوښتنه کوي
د طالبانو د اختر په مناسبت اوربند درې ورځې اوربند اعلان کړ، چې نن سې شنبه یې وروستۍ ورځ ده، دهلمند اوسېدونکي ددې اوربند د داوږدېدو غوښتنه کوي. که څه هم داختر په ورځو کي دطالبانو او حکومت لخوا دجوړ شوي اوربند پرمهال جنګونه نه ول،خو دهلمند اوسېدونکي وايي که دایمي اوربند ونه شي یوځل به بیا جنګونه زور واخلي او د دوی سر او مال ته به په کي زیانونه ورسېږي. دهلمند چارواکي وايي که طالبان اوربند ته ادامه ورکړي دوی هم چمتو دي چي اوربند ته ادامه ورکړي.

که څه هم داختر په ورځو کي د جګړې د دواړو غاړو ترمنځ د شوي اوربند په خاطر د هلمند په ټولو سیمو کي کراري وه،خو ددې ولایت اوسېدونکي وايي که دایمي او اوږدمهاله اوربند ونه شي وېرېږي چې تر اختر وروسته به جنګونه زور واخلي او د دوی ژوند به یو ځل بیا نارامه کړي.
 ((اوربند خو ښه کار دی ځکه خلک په آزد ډول ګرځېدی شي یاره فعلآ خو اوس ټکان نه دې شوي داخترمخکې لاټکان و، د اوربند په خاطر دا چې اوربند شوی دی ټکان نه دې شوي طالبان دوطن و خواته نه راپورې وځي او حکومت هم د دوې وخواته نه ورځي ))
((هو دا اوربند خو ښه کار دی چې هر څوک خپله سېمه کې په آزده ډول وګرځي ،هو باید د سولې خبرې وشې اوربند خو ښه دی زموږ ملک نا امنه دی غوښته مو دغه ده چې اوربند وشي سوله وشې ))
دافغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ کمربندي سیمو ته نږدې دغه اوسېدونکي د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې اوربند وغځوي او د سولې او جوړ جاړي دپاره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.هلمند د تېرو نېږدې اتلس کلونو راهیسې نا امنه دی او ډېری سیمې يې څو څو واره د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې دي چې تر ټولو ډېر زیان يې هم عادي خلکو ته رسېدلی دی.
دنادعلي د لوی مانده د سیمې اوسېدونکي وايي د اختر په ورځو کې تر اوربند وړاندې نېږدې هره شپه جګړې کېدلې چې د دوی پر ژوند او کاروبار يي بده اغېزه کړې وه .
((که اوربند هم دغه ډول دوام ولري سوله خو هېڅ امکان نه لري چې راشې، ددې ترڅنګ به عام ولس هم زهیرشي او عام ولس ته به هم مرګ ژوبله واوړي او دا دسولې خبرې به بیخي ختمې شي که چېرې دغه جګړه دوام وکړي دپخوا په پرتلو دڅو کلونه مخکې چې کومه جګړه تېره شوه ګرده ولسوالۍ سقوط شوي خلک کډ والي ته اړشوه د ولسوالیو څخه ولایتو ته راغلل آن دولایتو څخه نورو هېوادونو ته ولاړه نو که دغه جګړه دوام وکړي داقتصادي مشلاتو ترڅنګ به کډوالي هم رامنځ ته کړي خلک به دغوربت سره مخ شې ))
دکوچیني اختر په ماښام طالبانو په مشروط ډول د درېیو ورځو دپاره اوربند اعلان وکړ چې ورسره جوخت افغان حکومت هم د ډز بندیز اعلان وکړ او ولسمشر محمد اشرف غني د۲۰۰۰ طالب بندیانو دفوري خوشي کېدلو ژمنه وکړه.
دهلمند دوالي ویاند عمرځواک وايي که چېرې طالبان اوربند وغځوي دوی ته هم د مرکزي حکومت لخوا ورته ویل شوي چي ډز بندیز ته به ادامه ورکړي.ځواک کلید ته وویل اوربند او سوله د خلکو غوښتنه ده او دوی دغه دواړو ته ژمن دي.
هغه سېمې چې هلته افغان دولت مېشت دی هلته تردې دمه پورې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې هغه سیمو کې چې مخکې تحرکات و اوس په هغه سیمو کې تحرکات نشته دی افغان حکومت هم دې ته ژمن دی یه په سیمو کې د خلکو دامنیت لپاره هم دوي اماده ګي لرې او ددې ترڅنګ هغه سېمې دې چې مخکي دوسله والو مخالیفینو تحرکات و هلته تحرکات درېدلې دي هلته خلک ډېرخوشبینه دي دې ته افغان حکومت دولس ټولو ستونزو ته دهغوی دستونزو د هل لپار ژمن دی چې مخته ولاړشي مکمل هغه څه چې ولس ورته اړتیالري هغه ترسره کړي ))
ځواک کلید ته وویل د اختر په ورځو کې چې د دواړو غاړو ترمنځ داوربند اعلان شوی دی په هلمند کې هېڅ ډول امنیتي پیښه او جګړه نه ده رامنځ ته شوې .
سیاسی کارپوهان وايي اوس چې دسولي دمخامخ خبرو دپیل دپاره تر بل هروخت ښه زمینه برابره شوې ده، په کار ده چي دواړه غاړې تر ځینو مسایلو تېر شي او بې له قېد او شرطه د سولې خبرې پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcftxd0tw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته