دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 210784
دوو ولایتونو کې ۶ تنه غیرمسووله وسلوال نیول شوي دي
سمنګان: تېره شپه د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د فېروز نخچیر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور غیرمسووله وسلوال له څلور میله کلاشینکوفونو او دوه عرادو موټرسایکلونو سره یوځای نیول شوي دي. بلخوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه غیرمسووله وسلوال له دوه میله وسلو سره نیولي دي.
https://avapress.com/vdch6vnik23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته