کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار او سمنګان کې ۴ تنه د غلاو په تور نیول شوي

7 جوزا 1399 ساعت 10:58

تخار: د لویې لارې قطعې منسوبینو د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو سره په ګډه د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وسلوالو غلاوو په تور نیولي دي.
نوموړي کسان تېره شپه هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د ایبک ښار په رباطک سیمه کې د سمنګان – بغلان پر لویه لار د مسافرینو څخه مالونه لوټ کړي.
بلخوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت د تالقان ښار په اړوند سیمو کې هم د عملیاتو په پایله کې دوه تنه د غلا د ګڼو قضیو په تورنیولي دي.
نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا زیاتو څېړنو په ‌پار اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.



د مطلب کود: 210786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210786/تخار-او-سمنګان-کې-۴-تنه-د-غلاو-په-تور-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com