دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 210788
د اختر درې ورځنی اوربند پرون شپه ناوخته پایته ورسېد
د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اختر په درېیو ورځو کې د اعلان شوي اوربند موده پرون شپه ناوخته پای ته ورسېده. که څه هم افغان حکومت له طالبانو وغوښتل چې اعلان شوی اوربند وغځوي، خو د دې ډلې ویاند سهیل شاهین د اوربند غځېدل رد کړي دي.
د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اختر په درېیو ورځو کې د اعلان شوي اوربند موده پرون شپه ناوخته پای ته ورسېده.
که څه هم افغان حکومت له طالبانو وغوښتل چې اعلان شوی اوربند وغځوي، خو د دې ډلې ویاند سهیل شاهین د اوربند غځېدل رد کړي دي.
هغه پرون المان غږ رسنۍ دویچه ویله ته ویلي، درې ورځې اوربند د شپې ۱۲ بجې پای ته ورسېد او وبه نه غځول شي.
ده زیاته کړې چې اوربند د اختر له کبله و او د بندیانو خوشې کول به د سولې بل پړاو یا افغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.
د شاهین په وینا، په دایمي اوربند کې به د افغانانو تر منځ په مذاکراتو کې بحث کېږي او دا به یې مهمه اجنډا وي.
بلخوا، جاوېد فیصل خبرداری ورکړی چې د اوربند غځېدل به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه کړي او بین الافغاني خبرو ته به لار پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼو نړیوالو هېوادونو لکه هند، کاناډا، جرمني، ناروې، قطر، ازبکستان، چین، امریکا او ایران د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcbwgb5wrhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته