دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 210793
ټرمپ:ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه باسو
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي "هر څومره ژر چې کیږي"ټــول امریکايي ځواکونه به له افغانستان نه ووځي.
که څه هم ښاغلي ټرمپ د دغه ځواکونو د وتلو کوم کره تاریخ په ګوته کړی نه دی خو هغه دغه خبرې پرون سه شنبه (غبرګولی ۶/مې۲۶) په یوې ناستې کې خبریالانو ته وکړې.
په عین حال کې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز له ځینو سرچینو لیلکي د دې لپاره چې ټرمپ ټاکنو ته چمتو کیږي او هغه د جمهوریخواه حزب له خوا نوماند هم دی نو غواړي په دغه وخت کې خپله د ۲۰۱۶ کال ژمنه چې د افغانستان د جګړې ختمول و عملي کړي.
هغه وویل: "طالبانو سره په تعامل کې یو. ولسمشر سره په تعامل کې یو. هغه خپله لاره هواره کړې ده، دوو کسانو د ولسمشرۍ دعوه درلوده. خو موږ په تعامل کې یو ځکه تاسو پوهېږئ چې هغوی خپل سیالان او علتونه درلودل."
ټرمپ یو ځل بیا خپله خبر تکرار کړه: "موږ په اصل کې د سرتېري نه بلکه د پولیسو رول لوبوو. موږ د څارلو لپاره هلته نه یو تللي."
ټرمپ دا هم وویل که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره اړتیا پیدا شوه هغوی به لکه "جنګیالي" بیرته واستول شي نه د پولیسو په شان.
د قطر د سولې تړون چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو له خوا لاسلیک شو پکې له افغانستان نه د امریکايي خواکونو وتل یو اساسي برخه ده.
د دې تړون پر برنسټ امریکا باید د ۱۳۵ ورځو په اوږدو کې خپل سرتېري ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ کړي. له هغه وروسته ناټو ځواکونه هم باید دغه هېواد کې لږ شي او د یاد سند د لاسلیک وروسته د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان نه بهر شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwvnix23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته