کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې په افغانستان کې ۳ ورځنی اوربند هڅوونکی اقدام بللی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1399 ساعت 11:39

اروپايي ټولنې په افغانستان کې درې ورځنی اوربند لومړی هڅوونکی اقدام بللی دی.


دغې ټولنې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اعتماد فضا رامنځته کولو په دغو اقداماتو سره د تل‌پاتې سولې پر لور تګ امکان لري او نه په تاوتریخوالي سره."
په اعلامیه کې راغلي چې د سولې او ثبات لپاره اوسنی فرصت باید له لاسه ورنه‌کړل شي.
په دې اعلامیه کې له ټولو لورو غوښتل شوي چې پرته له ځنډه دې تل‌پاتی اوربند اعلان کړي.
د طالبانو مشرتابه د جمعې په ورځ ناوخته خپلو وسله‌والو ته امر وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت د درېیو ورځو لپاره جګړه ودروي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په چټکۍ سره د طالبانو د دې اقدام هرکلی وکړ او ويې‌ویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر کړی چې درې ورځنی اوربند مراعت کړي.
ښاغلي غني همداراز د دوه زره طالب زندانیانو د راخوشې کولو امر وکړ.
د اوربند تر اعلان مخکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې وه.


د مطلب کود: 210795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210795/اروپايي-ټولنې-په-افغانستان-کې-۳-ورځنی-اوربند-هڅوونکی-اقدام-بللی

آوا
  https://www.avapress.com