کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د کرونا ویروس ازموینې پایلو کې د ځنډ په تړاو اندېښنې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1399 ساعت 11:49

هرات ولایت کې هغو کسانو چې د کرونا ویروس مالومولو لپاره یې نښې ورکړې دي، وايي چې د څو ورځو په ځنډ سره یې پایله نه ده څرګنده او دوی نه بوهیږي تر څو ځانونه ګوښه کړي او که خپل ورځنی ژوند مخې ته یوسي.


دوی وايي که یې ناروغي ژر مالومه نشي، نو د کورنۍ د غړو اخته کېدو خطر یې زیات دی.
د هرات اوسېدونکی، اسدالله تیموري څرګندوي:«ګرځنده ډلې د ډېرو واسطو سره لاړ او د ناروغ نښه یې واخیسته، لس ورځې وروسته ناروغ د کرونا له کبله مړ شو او له مړ کېدو یې ۱۲ ساعته وروسه پایله اعلان شوه.»
د هرات بل اوسېدونکی، صالحي زیاتوي:«پایلو کې ځنډ لامل کیږي چې ناروغ فکر وکړي چې روغ دی او د کرونا ویروس د زیاتوالی لامل کیږي او نور کسان پرې اخته کیږي.»
په داسې حال کې چې یاد ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تربلې زیاتیږي، د ولایتي شورا غړي د روغتیايي اسانتیاوو زیاتوالی یې د مخنیوي یوازېنۍ لاره بولي.
د ولایتي شورا غړې، سکیه حسیني څرګندوي:«باید ژر د عامې روغتیا مسوولین ته اسانتیاوې برابرې شي څو په پراخه توګه ټسټونه ترسره کړي.»
په همدې حال کې د هرات عامې روغتیا ریاست هم ستونزې مني.
د یاد ریاست ویاند، محمدرفیق شېرزی وايي:«ټاکل شوې د پي سي ار بله درې پښې دستګاه هم فعاله شي او هرات کې د ازموینې کچه تر ۴۰۰ پورته شي.»
هرات ولایت د څلور میلیونه وګړو په درلودو سره د کرونا یروس ټسټ لپاره یوازې یو لابراتوار لري چې ظرفیت یې په ورځ کې ۱۴۰ نښو اخیستل دي.


د مطلب کود: 210798

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210798/هرات-کې-د-کرونا-ویروس-ازموینې-پایلو-ځنډ-په-تړاو-اندېښنې

آوا
  https://www.avapress.com