دوی وايي که یې ناروغي ژر مالومه نشي، نو د کورنۍ د غړو اخته کېدو خطر یې زیات دی.
د هرات اوسېدونکی، اسدالله تیموري څرګندوي:«ګرځنده ډلې د ډېرو واسطو سره لاړ او د ناروغ نښه یې واخیسته، لس ورځې وروسته ناروغ د کرونا له کبله مړ شو او له مړ کېدو یې ۱۲ ساعته وروسه پایله اعلان شوه.»
د هرات بل اوسېدونکی، صالحي زیاتوي:«پایلو کې ځنډ لامل کیږي چې ناروغ فکر وکړي چې روغ دی او د کرونا ویروس د زیاتوالی لامل کیږي او نور کسان پرې اخته کیږي.»
په داسې حال کې چې یاد ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تربلې زیاتیږي، د ولایتي شورا غړي د روغتیايي اسانتیاوو زیاتوالی یې د مخنیوي یوازېنۍ لاره بولي.
د ولایتي شورا غړې، سکیه حسیني څرګندوي:«باید ژر د عامې روغتیا مسوولین ته اسانتیاوې برابرې شي څو په پراخه توګه ټسټونه ترسره کړي.»
په همدې حال کې د هرات عامې روغتیا ریاست هم ستونزې مني.
د یاد ریاست ویاند، محمدرفیق شېرزی وايي:«ټاکل شوې د پي سي ار بله درې پښې دستګاه هم فعاله شي او هرات کې د ازموینې کچه تر ۴۰۰ پورته شي.»
هرات ولایت د څلور میلیونه وګړو په درلودو سره د کرونا یروس ټسټ لپاره یوازې یو لابراتوار لري چې ظرفیت یې په ورځ کې ۱۴۰ نښو اخیستل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)