د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې پرونۍ پېښې ۶۵ دقیقې دوام درلود چې پر مهالیې دوو روسي پیلوټانو د امریکا 'پې–۸ اې' دواړو وزرو ته نږدې پرواز کاوه او د دې الوتکې د مانور وړتیا یې کمه کړې وه.
د دې ځواکونو یوې برخې چې په ایټالیا کې مېشته ده ویلي دا ډول کړنې به بالقوه هوايي شخړې زیاتې کړي.
دا درېیم وار دی چې د روسيې پیلوټان د امریکا د سمندري ځواکونو کشفي الوتکې تعقیب او جنجال ورته جوړوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)