دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 210820
افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۲۵ تازه پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت نن چهار شنبه اعلان کړی چې ېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۶۲۵ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۴۵۶ته رسیدلی دی.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې له دوه سوو زیات کسان له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي. دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciruarut1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته