دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 210830
د کابینې او مصالحې شورا جوړولو هڅې
سرچینې وایي عبدالله عبدالله او ولسمشر غني د کابینې او ملي مصالحې عالي شورا جوړولو باندې چانې وهي.

سپیدار ماڼۍ ته نږدې سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې ښاغلي عبدالله اوس خپل ټول پام د مصالحې عالي شورا جوړولو ته اړولی دی، ترڅو د سولې پر لور عملي ګامونه واخیستل شي.
سرچینه همداشان وایي چې کابینې لپاره د عبدالله له خواد د کسانو په نښه کول پيل شوي او ژر به د عبدالله عبدالله له لوري د کسانو پیژندل بشپړ شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم پر عبدالله او اشرف غني غږ کړی چې خپله کابینه ژر بشپړه کړي او نوملړ یې جرګې ته ور واستوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ اوس په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تیره اونۍ یې ویلي و چې ډير ژر به کابینه بشپړه شي.
یو شمیر کارپوهان وایي کابینې لپاره د کسانو ګمارل باید د تخصص او لیاقت پر بنسټ وي، نه د قوم او ډلې پر بنسټ.
عبدالله عبدالله او ولسمشر غني لس ورځې وړاندې د سیاسي روغې جوړې تړون لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر شو او همداشان د کابینې څوکې په مساوي ډول پر دواړو وویشل شوې، خو تر اوسه د کابینې او مصالحې شورا لپاره د کسانو ګمارل نه دي پيل شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjtye8yuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته