دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 210832
په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۸۶۰۰ ته راټیټ شوی چې دغه کار د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ د تړون له مخې د منل شوي مهالویش نه چټک ترسره شوی دی.

امریکایي او ناټو چارواکي وایي د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلو قواو شمیر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړی دی چې تر ډیره دغه اقدام د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په مقصد شوی دی او د هغه مهالویش نه ژر شوی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوي تړون کې ذکر شوی.
په هغه تړون کې چې د افغانستان حکومت په کې شامل نه و، ویل شوي چې امریکایي ځواکونه باید د ۲۰۲۰ کال د جولای تر نیمایي پورې له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړای شي او د ۲۰۲۱ کال تر مۍ میاشتې پورې باید ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.
دوو امریکایي چارواکو د نوم د نه څرګندیدو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي دي چې امریکا هغې شمیرې ته نژدې شوی چې په دوحه کې پرې موافقه شوې او د جون تر لومړیو پورې به یې د قواوو شمیر په افغانستان کې ۸۶۰۰ سرتیري وي.
خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند تامس کمپبیل وایي: "مونږ د قواو د راکمولو په هکله د عملیاتي او امنیتي اندیښنو په وجه د هغوی د اوسنۍ کچې په اړه څرګندونې نه کوو."
په افغانستان کې امریکایي ځواکونه د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره دي او څو زره امریکایي سرتیري د ناټو د ۳۷ غړو هیوادونو له سرتیرو سره یوځاي په افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزنه او مشورو بوخت دي.
د فبرورۍ د میاشتې د رسمي شمیرو له مخې په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې ۱۶۵۵۱ پوځیان ونډه لري. په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د ړنګولو په مقصد پر دې هیواد یرغل وکړ او په نتیجه کې یو لویدیځ پلوه حکومت رامنځ ته شو.
خو د منابعو په وینا اوس د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو چټک وتلو د شمالي اتلانتیک تړون ناټو له سختو شرایطو سره مخ کړی ده چې ایا دوی هم خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي او که نه.
په کابل کې یو غربي لوړپوړي چارواکي ویلي چې د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې د امریکایي ځواکونو راکمول باید په ۱۳۵ ورځو کې شوی وای، خو امریکا دغه پروسه په ۹۰ ورځو کې بشپړه کړې ده.
دغه چارواکی وایي چې یو ناټو سرتیري به له مهالویش دمخه ونه ایستل شي: «ټول متحدین باید د قواو د ایستلو یو ښه انډول وساتي، ځکه مونږ باید دا حقیقت هیر نکړو چې جګړه په افغانستان کې لا نده ختمه شوې.»
له بلې خوا سره له دې چې د افغانستان حکومت یو شمیر طالب بندیان د موافقې په اساس له زندانونو خوشې کړي، خو بیا هم طالبانو پدې وروستیو کې په یو شمیر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د افغان او غربي منابعو د شمیرو له مخې چې رویترز اژانس ته یې ورکړي، طالبانو د امریکا سره د تړون له لاسلیک راپدیخوا تر اوسه په افغانستان کې څه دپاسه ۴۵۰۰ بریونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcbfgb55rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته