دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 210855
سرچینه: افغانستان کې ۳ ورځنی اوربند په نا اعلان شوي شکل تمدید شوی
په افغانستان کې د اختر درې ورځنی اوربند په نا اعلان شوي شکل تمدید شوی دی.
دا خبره د حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وکړه، بل لور ته د طالبانو یوې منبعې ازادي راډیو ته وویل چې دوی غواړي د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره د شخړو کچه ټیټه وساتي.
د افغانستان د امنیتي ادارو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، له طالبانو سره د اختر درې ورځنی اوربند په نا اعلان شوي شکل ادامه لري او حکومت هم د اوربند غځېدل غواړي.
دې سرچینې د دې لپاره نه‌غوښتل چې خپل نوم واخلي چې حکومت تر اوسه د دې نا اعلان شوي اوربند د تمدید په اړه رسمي اعلامیه نه‌ده خپره کړې.
 
بل لور ته د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډيو ته څرګنده کړه چې د اختر اوربند د درې ورځو لپاره و، خو اوس دوی غواړي چې د شخړو سطحه ټیټه وساتي ترڅو د سولې په خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.
په ورته وخت کې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او د افغانستان حکومت غواړي چې د طالبانو زر تنه نور بندیان خوشې کړي.
په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب د برخې رئیس انتظار خادم تېره شپه ازادي راډيو وویل: "د طالبانو ۲۴۵ زندانیان مو تر اوسه خوشې کړي موږ ۲،۰۰۰ ازاد کړي دا د سولې لپاره نېک قدم دی. زه‌یې په نېک شګون اخلم، ښه پیلامه کېدای شي، له حکم سره سم موږ ۱،۰۰۰ تنه نور بندیان خلاصوو او لوژیستیکي پلان ورته جوړوو."
 
ښاغلي خادم زیاته کړه چې د طالبانو بندیان تر اوسه د سپارل شوي لېست له مخې خلاص شوي او د طالبانو له لوري په خلاص شویو کسانو کې نظامیان، ملکیان او عام خلک شامل دي.
تر اختر مخکې افغان حکومت د طالبانو زر زندانیان خوشې کړي و او تر اختر وروسته‌یې هم همدومره شمېر بندیان له بنده ازاد کړل.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د افغان حکومت له لوري د ۲،۰۰۰ طالبانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ او د سې شنبې په ورځ‌یې په ټویټر کې ولیکل چې د دوحې په توافق‌نامه کې د پنځه زره طالبانو د خوشې کېدو غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي او باید دغه پروسه تکمیل شي ترڅو بین‌الافغاني خبرې پیل شي.
 
ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ په ۱۰مه پيل شي، خو طالبانو د خپلو بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار وکړ او حکومت د اوربند غوښتنه کوله.
طالبانو بیا ویل چې اوربند د بین‌الافغاني خبرو په ترڅ کې د بحث مهمه مسئله ده.
د افغانستان امنیت شورا د چهارشنبې د ورځې په خپاره شوي بیان کې راغلي چې طالب بندیان د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د ښه نیت او د سولې په هڅو کې د پرمختګ په هدف خلاص شوي دي. په دې بیان کې دا هم ویل شوي چې حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي او پر همدې بنسټ‌یې د طالب بندیانو د خلاصون دغه اقدام د اوربند د دوام او د افغانستان د دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په هدف ترسره کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnz9xnak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته