دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 210860
عبدالله عبدالله: طالبان دې د دولتي بندیانو په خلاصولو د توافقنامې بشپړ تطبیق ته لار پرانیزي
د کابل حکومت نیم ونډه وال او د مصالحي عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، طالبان دې اوربند وغځوي او د دولتي بندیانو په خلاصولو دې د توافقنامې بشپړ تطبیق ته لار پرانیزي. عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د حکومت له لوري د نهه سوه طالب زندانیانو د خلاصون په تړاو خپره کړې اعلامیه کې کړې، نوموړي ویلي، چې د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په درشل کې د حکومت له لوري د طالب زندانیانو خلاصون یو مثبت او د سولې د تحقق او توافقنامې د تطبیق په لاره کې یو اړین ګام و.

نوموړي زیاته کړې « د طالبانو حرکت دې د ورته اقدام په کولو او د دولتي زندانیانو په خلاصولو دا پروسه روانه وساتي، تر څو د توافقنامې بشپړ تطبیق او د مذاکراتو پیل ته زمینه برابره شي.»
د عبدالله له قوله، د کرونا ویروس د خپرېدو په اوج کې اوربند ، د وینې بهېدنې د مخنیوي او د خلګو د سر او مال د ساتنې لامل شو، نو ځکه ښایي چې وغځول شي او دایمي شي.
عبدالله عبدالله داسې مهال د طالبانو له لوري د دولتي زندانیانو خلاصون ته په تمه دی، چې طالبان وایي، د نهه سوه زندانیانو له خلاصون هرکلی کوي او ډېر ژر به دوی هم «یو ښه تعداد» دولتي زندانیان خلاص کړي.
 
https://avapress.com/vdccexqix2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته