د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې د ناپيژاندو وسله والو په برید کې لږ ترلږه ۲ تنه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
د اسلام آباد د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ د اسلام آباد ترناول سیمې په چورنګي ۲۶ نمبر سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې ناپيژاندو وسله والو د پولیسو د تلاشۍ په پوستې وسله وال برید ترسره کړی دی.
په دغه برید کې د ترناول سیمې د پولیسو د تحقیقاتو مرستیال مشر محسن ظفر او سجاد په نوم دوه تنه پولیس مړه شوي او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه ددې برید مسئولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی نه دی؛ خو د اسلام آباد د پولیسو مشر محمدعامر ذو الفقار خان وايي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې او ډیر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.