دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 210862
پنټاګون: د افغان ځواکونو نیمايي برخه په کرونا وبا اخته شوي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې: د امریکا د دفاع وزارت په استناد خبر ورکړی، چې د افغان ځواکونو نیمايي برخه پر کرونا وبا اخته شوي دي. د امریکا یو شمېر پوځي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، د همدې ستونزې له کبله د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ګډ پوځي عملیات او د ښوونې او روزنې بهیر درېدلی دی. د ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکايي پوځیانو ډيری فعالیتونه په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځ کې د «داعش» ډلې پر وړاندې پوځي عملیات ځنډېدلي؛ خو هوايي بریدونه لا هم دوام لري.

نیویارک ټایمز وايي، د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې، امریکايي پوځیان په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پوځي اډو په تړلو بوخت دي؛ خو د کرونا وبا خپرېدو له امله اړ شوي چې خپل ځانګړي عملیات هم ودروي.
که څه هم د افغانستان ددفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې  اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ډیر کم شمېر پوځیان او منسوبین یې په کرونا وبا اخته دي او د «پنټاګون» راپور یې رد کړی دی.
ددفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د کرونا وبا له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه یې وار له مخه په ټولو پوځي مرکزونو کې احتیاطي تدابیر نیولي او په خبره یې همدا لامل دی چې کرونا وبا په افغان ځواکونو کې په هغې کچه نه ده خپره شوې، څومره چې د امریکا دفاع وزارت یې رسنیو ته اعلانوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د میوند قول اردو د درېیمې لوا قومندان داود ناصري د کرونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
باید وویل شي چې تر دا مهاله په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو څخه اووښتی دی، له دې ډلې څخه ۲۲۷ مړه او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نور بیا بیرته ورڅخه رغیدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcep78wwjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته