دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 210863
ټرامپ د عسکرو د ژر ایستلو پلان لري
نیویارک ټایمز د مې پر ۲۶ لیکي جمهورریس ټرمپ غواړي چي له افغانستانه ګرده امریکايي عسکر په امریکا کي د نومبر تر انتخاباتو مخکي راوباسي. د امریکا د دفاع وازرت د عسکرو د ژر راایستلو د پلان په جوړولو لګیا دی. د امریکا د دفاع وزارت وايي همدا د ټرمپ مطالبه ده. خو امریکايي نظامیان به د عسکرو د سوکه راایستلو تجویز ورته وکړي.
د امریکا نظامیان وايي له افغانستانه چټک راوتل به د طالبانو سره د سولي معامله ړنګه کړي. د امریکا د دفاع وزارت به راتلونکو څو ورځو کي د ټرمپ سره ملاقات وکړي، او هغه ته به څو آپشنه وړاندي کړي.
یو آپشن به دا وي چي د نومبر تر انتخاباتو مخکي ګرده امریکايي عسکر راوایستل سي. خو بل آپشن به د قطر د موافقې سره سم په څلور میاشتو کي د امریکايي عسکرو راایستل وي. 
امریکايي نظامیان به سپیني ماڼۍ ته ووايي چي دوی دا نه سي تضمینولای چي بیا به افغانستان د تروریزم په ځالي نه بدلېږي. 
نیویارک ټایمز لیکي د امریکايي عسکرو د ژر راایستلو لپاره د ټرمپ بل دلیل په افغانستان کي د کورونا د وایرس خورېدل دي. 
د امریکا د دفاع وزارت وايي په اغلب ګومان لږ تر لږ پنځوس فیصده افغان امینتي ځواکونه په کورونا اخته سوي دي، لهذا امریکايي نظامي مربیانو د افغان عسکرو تمرین او روزنه ځنډولې ده. 
اخبار لیکي همدااوس متحده ایالات په افغانستان کي د قطر د موافقې سره سم څو نظامي اډې تخلیه کوي.‌
د سي ای ې پخوانۍ جاسوسه، اغلې لیسا مډډاس، وايي که څه هم له افغانستانه څو میاشتي مخکي راوتل به مهم نه ښکاري، خو د افغانستان حالات نازک او لړزانه دي.
هغه زیاتوي«زموږ دا کار زموږ افغان ملګرو ته دا پیغام ورکوي چي موږ فرار کوو.» 
 
https://avapress.com/vdcfvxd0mw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته